ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، د کشمیر یوه ۲۷کلن ځوان مصطفی بن جمیل خبل دغه اثر ، یوه ویډیوئي کلیپ له لارې نندارې ته وړاندې کړ، په داسې حال کې چې دغه کورنۍ هم د مصطفی په دغه بریالیتوب جشن ولمانځه .
مصطفی ځاي رسندویو ته په توضیح کې ووئيل چې دقرآن لیکلو دهغه لپاره اوه میاشتې وخت واخست او په دې مودې کې د خوشخطۍ له مخصوصو قلمونو او ۸۵ ګرامي کاغذ څخه ئې چې له نوي ډيلی ئې راوړی ؤ ، داستفاده کړې ده .
مصطفی په دغې بې مخینې بریا سره ، وتوانید، د لینکلن ریکارډونو په کتاب کې یو نوی ریکارډ ثبت کړي . یوه داسې اداره چې د وړتیا لرونکو کسانو په پيژندګلوۍ او په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د دوي د مهارتونو له لوړولو سره اړونده دی .
هغه پخپلو څرګندونو کې ووئيل ، له دې وروسته چې په ریاضۍ کې په کمزورتیا سره ئې له ښونځي ډيپلومه وانخستل شوه ، ، نو تل به د خپلو کلیوالو او خپلوانو له خوا له ملنډو سره مخ کیدم ، نو دخوشخطۍ کار مو پیل کړ . مصطفی ، چې د کشمیر په شمال کې په بانډيپوره سیمې کې د ګورز درې اوسیدونکی دی ، وائي ، د کوم حرفه وي روزونکي له لارښونې پرته توانیدلی دی ،قرآڼ کریم ولیکم ، په همدې دلیل ئې رانه زیات وخت واخست .
لینکلن ریکارډونو اداره د کسانو وړتیاؤ ته ډير اهمیّت ورکوي او دیوه نړیوال پلیټ فارم په جوړولو سره د د دوي د ښونې ،هنر، علومو، ادبیاتو او سپورټ په څير په هرې زمینې کې د وړتیاؤ د لا زیاتولو ملاتړ کوي .
https://iqna.ir/fa/news/4069887